د لوړو زده کړو د محترم وزیر لخوا د سرپل پوهنتون کې د شاوخوا ۴۰ ملیون افغانیو په ارزښت د لویو پروژو پرانیسته.
د لوړو زده کړو محترم وزیر په سرپل پوهنتون کې شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د يو شمېر سترو پروژو پرانیستې او ګټې اخيستنې تر څنګ په ياد پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه
د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحديث مولوي ندا محمد نديم صاحب سرپل ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په سرپل پوهنتون کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د يو شمېر سترو پروژو پرانیستي اوګټي اخيستني ترڅنګ یوې پراخه او سترې غونډې ته یې وینا وکړه.
په سرپل پوهنتون کې جوړې شوې غونډه کې د ياد ولایت مرستیال والي، د امنیه قومندان، د علماء شورا غړو، د جهادي مدرسې استادانو، د يو شمېر ولایتي ادارو رئیس صاحبانو، د سرپل پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، سلګونه محصلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی درلود.
د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په دغه غونډه کې محصلینو ته د يو لړ ارزښتناکو لارښوونو تر څنګ، د تحصیل او محصل ارزښت، د محصل مکلفیتونه او دښمن پېژندنې موضوعاتو په اړه په پوره تفصيل سره خبرې وکړې.
محترم شیخ صاحب په خپلو خبرو کې د علم پر ارزښت ټينګار وکړ او ویې ویل: «د دنيا او اخرت کامیابي او نېکمرغي په علم او تحصیل پورې تړلې ده.
محترم شیخ صاحب وویل چې تحصیلي سیستم، امکانات، استادان، رئیس صاحبان وزارت، ستاسې کورنۍ او موږ ټول ستاسو په خدمت کې یو او هغوی ته په خطاب کې یې وویل چې ستاسو عمر او ځواني تر ټولو ډېره مهمه ده او له هغوی یې غوښتل چې خپل وخت ته ارزښت ورکړي، او نهايتأ زیار وباسي.
همدا راز محترم شيخ صاحب محصلينو ته زياته کړه چې خپل دښمن وپېژني او ورته ویې ویل چې د اسلام دښمنان په دې هڅه کې دي چې تاسو په خپل دین او عقیده بې باوره کړي او د دې لپاره یې مختلفې برنامې پر مخ وړي.
محترم شیخ صاحب د خپلو خبرو پر دوام وویل چې د مسلمان د ايماندارۍ يوه نښه داده چې د الله تعالی له دښمن سره دښمني وکړي، د کفارو له عاداتو، اخلاقو، عقیدې او ظاهري شکل څخه ځان وساتي او له ملګرتيا يې ډډه وکړي.
شیخ صاحب د خپلو خبرو په پای کې محصلانو ته په ټينګار سره وويل تاسو ته اړينه ده چې د اسلامي ثقافت په ارزښت ځان پوه کړئ او د ژوند په ټولو چارو کې يې پر ځان عملي کړئ.
وروسته د لوړو زده کړو محترم وزیر د سرپل پوهنتون مسؤلینو په ملتیا په دغه پوهنتون کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د يو شمېر سترو پروژو ګټه اخيستنه او پرانيسته وکړه چې د پوهنتون دننه د سيلبور کانال او د جيولوجي او کانونو د نيمه کاره پوهنځي پرانيسته او همدا راز د پارکينګ او سړکونو ګټه اخيستنه شامله وه.
نېټه: چهار شنبه
۱۴۴۷ د جمادی الاولی ۲۸ مه
د ۱۴۰۴ھ.ش کال د لړم ۲۸ مه
