د سرپل د لوړو زده کړو موسسې کې دوولس ورځنی ورکشاپ پایته ورسید

spu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۹
 د سرپل د لوړو زده کړو موسسې کې دوولس ورځنی ورکشاپ پایته ورسید

 

 د سرپل لوړو زده‌کړو مؤسسې کې (۲۹) تنو استاذانو ته دوولس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید

نن یکشنبه د۱۴۴۶ھـ ق کال د شعبان المعظم ۱۰ مه چې د ۱۴۰۳ ھـ ش کال سلواغې د ۲۱مې نېټې سره برابره ده

د سرپل د لوړو زده کړو مؤسسې کې (۲۹) تنو استاذانو ته د کندز او بغلان پوهنتونونو د دوو تنو ماسټرټرينرانو لخوا د (OBE او SCL) دوو لس ورځنی ورکشاپ چې د رواني مياشتي پر ۸ مه نېټه پيل شوی وو نن په برياليتوب سره پای ته ورسید.


لومړی د بغلان پوهنتون ماسترترينر پوهنیار سید احمد عاصم هاشمی لنډه وينا وکړه او د ورکشاپ ټولو ګډونوالو څخه يې مننه وکړه او خپل خوشحالي يې د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې استاذانو د همکاريو او مرستو څخه څرګنده کړه.

 وروسته د سرپل د لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس الحاج مولوي سيدشاه «حميدي» په خپله لنډه وينا کې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د مؤسسې استاذانو ته يې د لا نورو زده کړو زمينه برابره کړه او د یاد ورکشاپ ترسره کېدل يې د سرپل د لوړو  زده کړو مؤسسې استاذاانو لپاره خورا اړين او ګټور ګام وباله او هيله ېې څرګنده کړه چې د استاذانو لپاره به ډېر ګټور تمام شوی وي.

د ياد ورکشاپ په پای کې د کندز او بغلان پوهنتونونو ماسټرټرينرانو ته د مؤسسې د عمومي رئيس لخوا مننليکونه ورکړل شول او په دې سره ياد ورکشاپ پای وموند.

د سرپل د لوړو زده کړو مؤسسه 
د نشراتو او عامه پوهاوي لوی مدیریت 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پایان ورکشاپ دوازده روزه (OBE و SCL)   در مؤسسه تحصیلات عالی سرپل !

الیوم یکشنبه ۱۰هم شعبان المعظم سال ۱۴۴۶ه‍ـ ق که برابر است با ۲۱هم  دلو سال ۱۴۰۳ه‍ـ ش

ورکشاپ دوازده روزه (OBE و SCL) که  به تاریخ ۸ ماه روان برای (۲۹) تن از استادان مؤسسه تحصیلات عالی سرپل توسط دو تن ماسترترینر های پوهنتون های محترم  کندز و بغلان هریک پوهنمل محمد شریف حسن زوی و محترم پوهنیار سید احمد عاصم هاشمی آغاز گردیده بود الیوم مؤفقانه به پایان رسید.

نخست پوهنيار سيد احمد عاصم هاشمي ماسترترینر پوهنتون بغلان سخنرانی کرد و از همکاری دوامدار استادان مؤسسه تحصیلات عالی سرپل ابراز خورسندی نمود.

بعدأ الحاج مولوی سید شاه «حمیدی» رئیس عمومی مؤسسه تحصیلات عالی سرپل ضمن تشکری از وزارت محترم تحصيلات عالي و ماسترترینر ها دائر نمودن ورکشاپ مذکور را برای استادان مؤسسه تحصیلات عالی سرپل بسیار مهم و مفید دانسته و اظهار امیدواری نمود که این ورکشاپ برای اساتيد مفيد تمام شده باشد.

 ورکشاپ متذکره با اهدای تحسین نامه ها توسط رئيس عمومی مؤسسه برای ماسترترینر ها پوهنتون های کندز و بغلان  به پایان رسید.

با احترام 

مؤسسه تحصیلات عالی سرپل 
مدیریت عمومی نشرات و آگاهی عامه