خبرتیا!
سرپل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو او دري ژبې او ادبیاتو څانګو او د کرنې پوهنځي د اقتصاد او توسعه زراعتي څانګې د خالي بستونو کانديدانو د شارت لیست پروسه په یاد پوهنتون کې بشپړه شوې او اسناد يې بلخ پوهنتون ته د ازموينې په موخه استول شوي، په همدې توګه ټولو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي چې چې د یادو بستونو لپاره د انګلیسي ژبې ازموینه سبا سه شنبه د ۱۴۰۵ ھ.ش کال د وري (حمل) مياشتې پر ۱۸ مه نېټه او تخصصي ازموینه بل سبا پنجشنبه د ۱۴۰۵ ھ.ش کال د وري (حمل) مياشتې پر ۲۰ مه نېټه په بلخ پوهنتون کې اخیستل کیږي.
والسلام
د نشراتو او عامه پوهاوی عمومی مدیریت
سرپل پوهنتون
