د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د ۱۴۰۴ ھ.ش کال کانکور ملي ازموینه رسماً پیل شوه

spu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۴
Official Start of the National Kankor Exam 1404 AH at the Sar-e-Pul Institute of Higher Education

د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د ۱۴۰۴ ھ.ش کال کانکور ملي ازموینه رسماً پیل شوه

نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ ھ.ش. کال د چنګاښ (سرطان) مياشتې په پنځمه نيټه، د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د ۱۴۰۴ھ.ش کال کانکور ملي ازموینه رسماً پیل شوه. د یادې ازموينې د پرانيستې په موخه د مؤسسې د غونډو عمومي تالار ( PDC ) کې مراسم ترتيب شوې وه، دغه مراسم د قران عظيم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره وشو.

د کانکور ملي ازموینې د پرانيستې په مراسمو کې د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئیس الحاج مولوي سيدشاه «حميدي» په خپلو خبرو کې د دغې پرانيستې غونډې ګډونوالو ته د هر کلي ترڅنګ ټينګار وکړ، چې موږ او تاسو باید په ياده ملي پروسه کې خپل مسؤليت په ښه وجه ادا کړو، نوموړي زیاته کړه چې د ازموينې ورکوونکي او اخيستونکي دواړه باید د ازموينې اصول او نظم مراعات کړي او هڅه دي وشي چې ازموينې پر ټاکلو وختونو پيل او پای ته ورسېږي.

ورپسې د سرپل ولايت د پوهنې رياست د تدريسۍ مرستیال مولوي هدايت الرحمان « صداقت » هم لنډه وينا وکړه، هغه په تعليمي او تحصيلي ډګر کې د کميت پر ځای پر کيفيت ټينګار وکړ.

د پرانيستې په پای کې د ازموينې ملي ادارې يو تن استاد شفيع اللّٰه « بهير » هم خبرې وکړې هغه د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې له رهبرۍ څخه د دوامداره همکارۍ په خاطر مننه وکړه او زياته يې کړه چې موږ او تاسو ټول باید د يادې ملي پروسې د پوره شفافيت لپاره يو بل ته د مرستې لاسونه ورکړو.

بايد وويل شي، چې سږکال به د سرپل ولايت څخه په کانکور ازموینه کې ( ۷۸۲ ) تنه د دوولسم ټولګيو فارغين، څورلسم پاسان او او د دیني مدارسو فارغين ګډون وکړي دغه ملي او عمومي ازموینه به د کانکور ملي ادارې لخوا،  نن او سبا واخيستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۱۰
Background image

برگزاری کنفرانسهای علمی استادان و محصلان پوهنحی زراعت پوهنتون سرپل

 

استادان و محصلان پوهنځی زراعت این نهاد تحصیلی، کنفرانس‌های علمی خویش را با حضور پوهنمل محمد عارف عادل، رئیس پوهنځی، اعضای کادر علمی، کارمندان اداری و جمع کثیری از محصلان برگزار و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۱۶
Background image

دست آورد های معاونیت امور مالی واداری

                                                                         دست آورد های معاونیت امور مالی واداری در سال 1405 هـ.ش     

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

دست آورد های معاونیت امور مالی واداری

دست آورد های ماونیت امور مای واداری در سال 1404هـ.ش

BACK TO NEWS