د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د پسرلني سمستر فاینل ازموینې پيل شوې

د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د پسرلني سمستر فاینل ازموینې پيل شوې
د لوړو زده کړو محترم وزارت او د سرپل د لوړو زده کړو مؤسسې د لارښود سره سم د ۱۴۰۴ ھ.ش، کال د پسرلني سمستر فاینل ازموینې چې د دې مؤسسې په څلور ګونو پوهنځیو کې ترسره کېږي، نن د چنګاښ ( سرطان) مياشتې پر څورلسمې نېټې څخه پیل شوې. د دې ازموینو د جریان څخه د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې سرپرست او د علمي او محصلانو چارو مرستیال مولوي محمد نبي (حماسي) او د مؤسسې د ازموینو عمومي کمیټې د ازمينو په لومړۍ ورځ د دغه پروسې څخه نظارت وکړ او د ازموینو د ترسره کولو لپاره يې د آرامه او مناسب چاپېریال څخه خوښي څرګنده کړه. د يادونې وړ ده چې دغه پروسه له نن شنبې ورځې نه پیل او تر راتلونکو څلور اوونیو پورې به دوام ولري.