د ( نوښت او ابتکار ) تر عنوان لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

spu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵۶
An educational seminar entitled "Innovation and Initiative" was held

د ( نوښت او ابتکار ) تر عنوان لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د محصلانو چارو علمي معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت د دعوت او ارشاد آمریت سره په همغږۍ، د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کنفرانسونو په عمومي تالار کې، د “نوښت او ابتکار” تر سرلیک لاندې یو روزنیز سمینار جوړ شو، چې لسګونو محصلینو پکې فعاله برخه واخیسته.

سمینار د مؤسسې د عمومي رئیس، الحاج مولوي سیدشاه «حمیدي» صاحب، په پرانېستونکې وینا پیل شو. نوموړي د نوښت او ابتکار د اهمیت او ارزښت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او محصلینو ته یې د هېواد د راتلونکي جوړونې مسوولیت ورپه غاړه کړ. ښاغلي رئیس صاحب وویل:

تاسې باید یوازې پر نظري زده کړو اکتفا ونکړئ، بلکې په خپلو اړوندو برخو کې د نوښت او ابتکار هڅه وکړئ. د ابتکار لپاره تجربه اړینه ده، له ناکامیو مه وېرېږئ، خپل باور له لاسه مه ورکوئ او پر ځان متکي اوسئ، تر څو خپلې موخې ته ورسېږئ.

ورپسې د شرعیاتو پوهنځي استاد، محترم شیخ صاحب محمد یوسف «فرقاني»، هم د نوښت او ابتکار اړوند خپلې چمتو شوې علمي خبرې د محصلینو سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده چې ګډونوالو محصلینو د دې ډول روزنیزو سمینارونو له ترسره کېدو خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکې کې ورته نور پروګرامونه هم تنظیم شي، تر څو د دوی فکري ودې او مسلکي پرمختګ ته زمینه برابره شي.

نېټه د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ (سرطان) ۹ مه
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

په سرپل ولایت کې د طلباء کرام د درجې ټاکلو ازموینې رسمي پیل!

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ هجري قمري کال د میزان په ۳ مه، طلباء کرام (ثانوي او مافوق ثانوي) لپاره د درجې ټاکلو ازموینې رسمي پروسه د سرپل پوهنتون کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۸:۲۴
Background image

د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د پسرلني سمستر فاینل ازموینې پيل شوې

د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د پسرلني سمستر فاینل ازموینې پيل شوې 

د لوړو زده کړو محترم وزارت او د سرپل د لوړو زده کړو مؤسسې د لارښود سره سم د ۱۴۰۴ ھ.ش، کال د پسرلني سمستر فاینل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د ( نوښت او ابتکار ) تر عنوان لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

د ( نوښت او ابتکار ) تر عنوان لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې کې د محصلانو چارو علمي معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS